کابل۔23جنوری(اے پی پی) افغانستان كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نوې 36 كېسونو رپورټ شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپليو شمېره 54 زره 595 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو د افغانستان د روغتيا وزارت چارواكو حوالې سره وئيلي دي چې د كوورنا وائرس نه په هېواد كښې تر دې دمه په مجموعي توګه 46 زره 943 كسان ښه شوي دي۔ چارواكو وئيلي چې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ټول 2 لکھ 37 زره 185 ټېسټونه شوي دي۔ بلخوا د تېر كال فرورۍ مياشتې نه تر دې دمه د دې وائرس د لاسه په مجموعي توګه 2 زره 378 كسان مړه شوي دي