پورټ مورسبی۔23جنوری(اے پی پی) د پاپوا نیوګنی فِنشافن ښار كښې د 5.7 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د امريكې جیالوجیکل سروے له مخې د خالي په شپه 19 دقيقې دپاسه 3 بجې پاپوانیوګنی نه 36 كلوميټره لرې فنشافن ښار كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.7 ريكارډ كړے شوے۔ د زلزلې مرکز په سوئيلي ختيزه سيمه كښې زمكه كښې 29.26 کلومیټره ژور وو۔ د زلزلې د لاسه د كوم مالي يا ځاني زيان په اړه كومه اطلاع تر دې دمه نه ده ترلاسه شوې