د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د آزاد جمو او کشمير صدر سردار مسعود خان وليدل

APP15-220121 ISLAMABAD: January 22 - Speaker National Assembly Asad Qaiser in a meeting with President of Azad Jammu and Kashmir Sardar Masood Khan and Chairman Parliamentary Committee on Kashmir Shehryar Afridi at Parliament House. APP

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د آزاد جمو او کشمير صدر سردار مسعود خان د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال د کشمير کمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي هم موجود ؤ۔ملاقات كښې د مقبوضه کشمير په موجوده صورت حال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپيکر په دې موقع ووئيل کشمير د پاکستان شهه رګ دے او پاکستان چرې هم دې څخه غافل كيدے نشي۔ د پاکستان اولس او حکومت د کشميريانو سره په کشمير كښې د كېدونكې روان ظلم او بربريت سخته غندنه كوي، اسد قيصر ووئيل د کشميريانو د هند د ظلم او بربريت په وړاندې غير متزلزل جذبه د خپلواكۍ حق له د اودريدونكو په تاريخ مثال نه لري۔ ده ووئېل نړۍ بايد مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو ته د زيان رسيدو او کشميريانو د قتلِ عام نوټس واخلي۔هند د كشمير مسئلې څخه پام ګرځولو له دا ډول ظلمونه كوي۔ د كشمير مسئلې حل كيدو نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللې۔د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې حل كړې شي۔ ده ووئېل د پاکستان پارليمان د کشميريانو د خپلواكۍ حق او د آزادۍ هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوي۔ د پاکستان پارلمان به د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته له بشپړه ګامونه پورته كوي۔د آزاد کشمير صدر مسعود خان ووئيل آزاد کشمير اولس په بشپړه ډول مقبوضه وادي اولس سره ولاړ دے۔د کشمير د اولس منزل پاکستان دے او پاکستان به وي۔کشميريان وړاندې هم پاکستان سره ولاړ ؤ او بيا به هم ولاړ وي۔ هند دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل کړي او هلته دې روان ظلم او بربريت په سمدستي توګه بند كړي۔ د آزاد کشمير صدر د پارلماني سفارتکارۍ د لارې د كشمير مسئله په سيمه ايزه او نړيواله كچه رامخې ته كولو له د قومي اسمبلۍ اسپيکر ته پيرزوئنې وړاندې كړې