په تېرو دوو مياشتو كښې د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو لپاره اپوزيشن مرسته نه ده كړې. علي محمد خان

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د تېرو دوو مياشتو په مهال د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو لپاره اپوزيشن مرسته نه ده كړې، مونږ به خپله قبله درسته كړو خو اپوزيشن دې هم خپله سمه كړي. د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اعتراض په نكته احسن اقبال ووئيل دا د هېواد تر ټولو اعلٰي ايوان دے. دا نورو ادارو لپاره د مثال حيثيت لري. د يونين كونسل د غونډې نه وړاندې هم د 72 ساعتو نوټس وركولې شي. تېره شپه تر اتو بجو پورې مونږ ته معلومه نه وه چې د قامي اسمبلۍ غونډه به كېږي. د دې د شېډول او كارروائې بايد حرمت وي. سيد نويد قمر هم ووئيل د 12 ساعتو نه په كم نوټس غونډه رابللې شوې، داسې كوم بېړنې حالت ؤ. د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان د مسلم ليګ ن او د پيپلز پارټۍ د غړو د نكات په ځواب كښې ووئيل احسن اقبال مناسب خبره كړې خو بايد په غېر ضروري توګه د پوائنټ سكورنګ نه ډډه وكړې شي. ده ووئيل چې كله د كووېډ په مهال غونډه رابللې شوې وه نو په غېر ضروري توګه ئې بائيكاټ شوے ؤ. مونږ به خپله قبله درسته كړو خو اپوزيشن دې هم خپله قبله سمه كړي. ده ووئيل د قامي اسمبلۍ غونډهېرابللو لپاره چيف وهپ ملك عامر ډوګر مهم كردار ترسره كړے. مونږ به هڅه كوو چې په راتلونكي وخت كښې داسې صورتحال راپېدا نه شي.