اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سناتور پروېز رشید وئيلي دي د پېښور ضمنی ټاكنې د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د خېبرپښتونخوا د اولس زړونه د واكدارانو څخه بې زاره شوي دي ۔ اوس هغوي پوهه شو چې څوك مږې نه شي وژلې هغه به پرمختګ او سوكالي څنګه راولي۔ د جمعې پھ ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس خپلې رائے د وزیراعظم محمد نواز شریف د صداقت ‘ دیانت او د پرمختګ تږ لارې له وركړې دې۔