جو بائيډن روس سره د نوې سټارټ لوظنامې موده پنځه كاله پراخا كول غواړي

واشنګټن 22 جنوري (اے پي پي) د وائټ هاؤس وياند جين ساكي وئيلي دي صدر جو بائيډن روس سره نوي سټارټ لوظنامه تر پنځو كالو پراختيا له خوښې لري۔ ده ووئيل صدر د ډېرې مودې راهسې په واضح ډول وائي چې نوي سټارټ لوظنامه د امريكې د قامي سلامتيا په ګټه ده،په دې كښې پراختيا دا مهال نوره هم ضروري كيږي كله چې روس سره زمونږ اړيكې ښه نه دي۔ دا خبره دې ياده وي د دواړو هېوادونو ترمينځه سټريټجك آرمزريډكشن ټريټي په 5 فروري ختميږي