هند كښې د كورونا وائرس له امله يو لكه 53 زره څخه زيات كسان مړه شول

نوې ډيلې 22 جنوري (اے پي پي) هند كښې كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 53 زره څخه زياته شوې۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخې نوو كيسونو نه پس د هېواد په بيلو رياستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ 6 لكهه 26زره ته رسيدلې۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے، ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 10626200 ده دغسې د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 90244 ده۔ چارواكو له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 153067كسان مړه شوي۔ سركاري شميرې له مخې هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 0282889 كسان ښه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے رياست مهاراشټر دے۔ رياست مهاراشټر نه علاوه چې كوم نور رياستونه د كورونا وائرس وبا له امله ځپلې شوي په هغې كښې تامل ناډو، كرناټك، آندھرا پردېش او اتر پرديش شامل دي۔ هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو او مړو شميره كښې كمے رامخې ته شوے