امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله څلور لكهه 20 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 22 جنوري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره څلور لكهه 20 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 2 كروړه51 لكهه 96زره څخه زياته شوې۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 25196086 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 9674810 ده۔ امريكا كښې د وائرس له امله د مړو او فعاله كيسونو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 420285 كسان مړه شوي۔امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 15100991 څخه زيات كسان ښه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 21 لكهه څخه زياته ده۔