رياض 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب، امريكې او برتانيې شريك پوځي مشقونه پيل شوي۔ د سمندري دفاع 21 په نامه د شريكو پوځي مشقونو سلسله به تر دوو اوونو روانه وي۔ د سعودي خبررسنې ادارې له مخې د سمندري پوځي مشقونو پرانستې دستوره كښې د سعودي عرب د ختيزې بحري بيړې كمانډر ميجر جنرل ماجد القحطاني موجود ؤ ، دستوره د الجبيل كنګ عبدالعزيز سمندري اډا كښې شوې۔ د بحري پوځي مشقونو مقصد د امنيتي مرستې د كار دائره پراخه كول، د جنګي تجربو تبادله او سيمه ايز سمندر تحفظ باوري كول دي۔ مشقونو ډائريكټر بريګيډيئر عوض العنزي ووئيل په دې مشقونو كښې سعودي، امريكا او د برتانيې ډلې ګډون كوي، په دې مشقونو كښې د برتانيې د مائنونو درك لګونكې ډله هم شامله ده،په دې موقع ليكچرز او د اعلي درجې مشقونه كيږي