بغداد 21 جنوري (اے پي پي) د عراق په پايه تخت بغداد كښې په دوو ځانمرګو بريدونو كښې 32 كسان مړه او 110 ژوبل شوي. د عراق د روغتيا وزارت چارواكو له مخې په چاودنو كښې 32 كسان په ټكي مړه شوي. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولے شوي چې پكښې زياتره د درملنې نه پس فارغ كړے شوي