عراق كښې ځانمرګے بريد٬ 7 كسان مړه ٬ 20 ټپيان

بغداد 21 جنوري(اے پي پي) د عراق په بغداد ښار كښې په ځانمرګي بريد كښې 7 كسان مړه او 20 ټپيان شوي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې په بغداد كښې ميډيا سره په خبرو كښې د پوليس وياند ووئيل بريد د بغداد په مېنځني بازار تيا چوك كښې شوے چې په نتيجه كښې ئې 7 كسان مړه او 20 ژوبل شوي او د لا مرګ ژوبلې اندېښنه ده