نيويارك 21 جنوري (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش ته وئيلي دي هغه دې د نوي ډيلي په تهاړ زندان كښې د سخت ناروغه د جمو كشمير لېبرېشن فرنټ چيئرمېن محمد ياسين ملك راخوشې كولو لپاره په هند فشار واچوي او خپله مخ ملازه دې وكاروي. په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په نوم خط كښې د حريت لارښود ياسين ملك د كورودانې مشعال ملك د خپل خاوند راخوشې كولو لپاره درخواست هم شامل كړے او وئيلي ئې دي د هندۍ قبضې په ضد په مقاٶمت كوونكو كشميريانو او سياسي مشرانو د هند ظلمونه د بنيادي بشري حقونو څخه سرغړونې دي. په خط كښې مشعال ملك وئيلي دي د هند په قېد كښې د حريت لارښود ياسين ملك صحت ډېر خراب دے او پرله پسې د جسماني او ذهني تشدد په وجه د هغه حالت ډېر خراب شوے. پاكستاني استازي منير اكرم عمومي سېكتر ته د خپل پخواني خط په اړه يادګېرنه وركړې په كوم كښې چې ده په هند كښې د كشمير سياسي كاركن آسيه اندرابي د كال 2016م څخه پرله پسې قېد ته پام راګرځولے ؤ. ده خط سره د پاكستان د سېنېټ لخوا منظور كړے قرارداد هم يو ځآے كړے په كوم كښې چې وئيلي شوي د پاكستان حكومت دې د ملګرو ملتونو په مرسته د حريت لارښود ياسين ملك او نورو سياسي مشرانو راخوشې كولو لپاره هڅې وكړي. د پاكستان استازي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته ليكلي دي چې هغه دې د نوي ډيلي په تهاړ زندان كښې د قېد سخت ناروغه د جمو كشمير لېبرېشن فرنټ چيئرمېن محمد ياسين ملك راخوشې كولو لپاره په هند فشار واچوي او خپله مخ ملازه دې وكاروي