د ماسكو هوائي اډې په چاودنه كښې ككړ وسله وال كمانډر وژلے شوے. روسيه

ماسكو 21 جنوري (اے پي پي) د روسيې چارواكو وئيلي دي په كال 2011م كښې د ماسكو هوائي اډې په چاودنه كښې ككړ وسله وال كمانډر بيوټو كايف وژلے شوے. د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې په ماسكو كښې مېډيا سره په خبرو كښې د چچنيا سيمه ايز لارښود رمضان قادروف ووئيل بيوټو كايف د ماسكو څخه 15 سوه كلوميټره لرې په خاص عملياتو كښې وژلے شوے. ده ووئيل دا كمانډر په كال 2011م كښې د ماسكو په هوائي اډه په چاودنه كښې ككړ و. ده ووئيل په دې عملياتو كښې د وسله وال كمانډر پشمول 6 نور ترهګر هم وژلې شوي كوم چې په سيمه كښې د ترهګرې په فعاليتونو كښې مطلوب وو