کابل 21 جنوری (اے پی پی) افغانستان كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 80 نوي کیسونه تصدیق شوي۔ د چین ميډيا له مخې تر اوسه 6 زره 668 كسان د کورونا وائرس څخه ښه شوي۔د افغانستان د روغتيا وزارت بيان كښې وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال په مجموعی توګه يو زر 866 د کورونا ټيسټونه شوي، چې پكښې 80 كسانو كښې د کورونا وائرس ټيسټ مثبت راغلے۔ بیان كښې وئيلي شوي د تيرو 24 ساعتو په مهال 7 كسان مړه شوي او دې سره د مړو مجموعي شميره 2 زره 377 ته رسيدلي۔ دا خبره دې ياده وي ځائې پوهان خيال لري چې د کورونا وائرس کیسونو اصل شميره د سرکاری شميرې څخه زياتيدې شي ، ځكه چې زياتره رنځوران روغتونونو ته نه ځي او نه د هغوي د اندراج کولو كوم نظام شته