په اسرائيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 10 زره 21 كېسونه رپورټ شول

مقبوضه بيت المقدس 21 جنوري (اے پي پي) په اسرائيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ريكارډ كېسونه رپورټ شوي. د اسرائيل د روغتيا وزارت لخوا په جاري يو رپورټ كښې وئيلي شوي د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 10 زړه 21 كېسونه رپورټ شوي. په اسرائيل كښې دا شمېره په يوه ورځ كښې يو ريكارډ دے. د اسرائيل د روغتيا وزارت 20 لكه خلقو ته واكسين وركولو سره هم په دومره لويه شمېره د كېسونو په رپورټ اندېښنه ښودلې. د اسرائيل چارواكو وئيلي دي په يوه اوونۍ كښې دا لوړه شمېره په دوهم ځل راغلې. د دې څخه وړاندې په اسرائيل كښۍ په يوه ورځ كښې د 9 زره 714 كېسونو تصديق شوے ؤ