طرابلس 21 جنوري (اے پي پي) په لېبيا كښې د يو بل اجتماعي قبر څخه 10 مړي ترلاسه شوي . د چين خبر رسنې ادارې له مخې د لېبيا چارواكو وئيلي دي د دې كسانو مړي د لېبيا په ترهونه ښار كښې د يو اجتماعي قبر څخه ترلاسه شوي. دا سيمه د پايه تخت طرابلس څخه 90 كلوميټره لرې ده. د چارواكو له مخې په سيمه كښې د داسې نورو قبرونو د لټون عمل هم پېل كړے شوے. د خبر له مخې د اجتماعي قبرونو لټولو كار په جون كال 2020م كښې پېل شوے او تر اوسه 28 اجتماعي قبرونه موندلې شوي