هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ 6 لكهه11زره ته ورسيده

نوې ډيلې 21 جنوري (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ 6 لكهه 11زره ته رسيدلې، د هېواد په بيلو رياستونو او مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 52 زره9 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخې د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم زيات ځپلے هېواد دے، ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو شميره 10611719 ده دغسې د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 193650 ده۔ چارواكو له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 152906كسان مړه شوي۔ سركاري شميرې له مخې هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 10265163كسان ښه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس تر ټولو زيات ځپلے رياست مهاراشټر دے۔ رياست مهاراشټر نه علاوه چې كوم نور رياستونه د كورونا وائرس وبا په وجه ځپلې شوي په هغې كښې تامل ناډو، كرناټك، آندھرا پردېش او اتر پرديش شامل دي۔ هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو او مړو شميره د تيرو څو اوونيو راهسې كمېږي۔