کابل 20 جنوري(اے پي پي) د افغانستان په لويديز هرات ښار كښې د نامعلومه والو لخوا په پوځي ګاډي د ډزو په نتيجه كښې درې پوځيان مړه شوي۔ د چين ميډيا له مخې د صوبائي پوليس وياند عبد الاحد ولي زاده ووئيل دوو نامعلومه وسله والو سهار وختي په هرات ښار كښې په پوځي ګاډي ډزې كړې چې په نتيجه كښې ئې درې پوځي اهلكار مړه شوي او وسله وال تښتېدلې دي۔ د دفاع وزارت تر اوسه د بريد په اړه تبصره نه ده كړې۔ د يادونې وړ ده تر اوسه كومې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې