سېئول 20 جنوري(اے پي پي) د سوئيلي كوريا د قامي سلامتيا پخوانے صلاحكار چونګ اوئي يونګ خارجه وزير غوره كړے شوے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې چونګ اوئي يونګ د كال 2017 په نيمه كښې خدمات تر سره كول خو اوس به د هېواد د وړومبۍ خارجه وزيرې كېنګ كيونګ وها په ځاے خارجه وزير جوړېږي او دا به د اتحادي هېواد امريكې سرې د اړيكو قوي كولو ذمه وارۍ ترسره كوي