
واشنګټن 20 جنوري (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا وائرس په وبا د مرګونو شمېره 4 لكه 11 زرو ته رسېدلې او په هېواد كښې د ځپليو ټوله شمېره 2 كروړه 48 لكه ته رسېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې په هېواد كښې د كورونا رنځورانو ټوله شمېره 24806964 ده چې پكښې فعاله كېسونه 9608626 دي. د روغتيا محكمې چارواكو له مخې په امريكا كښې د ځپليو شمېره پرله پسې مخ په زياتېدو ده. د كورونا په وبا امريكا په نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے. په امريكا كښې تر اوسه په دې وبا