
نوے ډيلے 20 جنوري(اے پي پي) د هند د دوېم لوي سياسي ګوند كانګرېس پخواني صدر راهول ګاندھي احتجاج كوٶنكي كرودندګر پوهه لرونكي خلق ګرځولي۔ د هند ميډيا رپورټ له مخې راهول ګاندھي ووئيل د متنازعه زرعي قوانين په ضد احتجاج كوونكي كروندګر د مودي نه زيات پوهه دي۔ ده ووئيل مظاهرچيان سټرې كېدونكې يا ګمراه كېدونكې نه دي او نه به د چا په لمسه د خپلې لارې نه اخوا شي ۔ راهول ووئيل د مودي حكومت كروندګر په رو رو ختمول غواړي او كروندګر د حكومت په پاليسو پوهه شوي ځكه ئې په سړكونو د احتجاج كولو لار خپله كړې۔ ده مظاهرچيانو سره د يوالي څرګندونې كولو سره ووئيل زه او زمونږ ګوند د كروندګرو په تحريك كښې دوي سره اوږه په اوږه ولاړ يو او مونږ د دوي هر ډول مرستې له چمتو يو۔ ده ووئيل حكومت يوازنے حل دا لري چې ھغوي بلېك لا بېرته واخلي او پخوانے قانون بحال كړي