
واشنګټن 20 جنوري(اے پي پي) ډونلډ ټرمپ د صدارتي مودې په آخري ورځ د وېنزوېلا وګړي په هېواد كښې تر 18 مياشتو د ايسارېدو منظوري وركولو سره په حكم نامه لاسليك كړے ۔ د فرانس خبري اژانس له مخې ده په حكم نامه لاسليك كولو سره ووئيل د وېنزوېلا يو وګړے به هم چې د شهريت نه غېر په امريكا كښې مېشته دے يا نور غېر ملكيان به تر اتلسو مياشتو د امريكې څخه نه شړلے كېږي او دا پرېكړه د امريكې د خارجه پاليسۍ په مفاد كښې شوې۔ د امريكې ميامي هيرالډ نومې ورځپاڼې دا اقدام خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دې پرېكړې سره به فلورېډا كښې د هېواد نه د شړلو او د حراست په ېره كښې ژوند كوٶنكو د وېنزوېلا 2 لكه وګړو ته ګټه رسېدې شي