د افغانستان او د آئرلېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبے مېچ ﴿سبا﴾ كېږي

ابوظهبي 20 جنوري (اے پي پي) د افغانستان او د آئرلېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په شېخ زېد سټېډيم ابوظهبي كښې كېږي. د افغانستان د كركټ لوبډله د آئرلېنډ په ضد درې ون ډے مېچونه كولو لپاره يو اے اي ته رسېدلې. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم مېچ به د جنورې په 24مه نېټه او درېم او وروستې مېچ به د جنورې په 26مه نېټه كېږي. د آئرلېنډ د كركټ لوبډلې مشري به اېنډريوبالبېرني او د افغانستان د كركټ لوبډلې مشري به اصغر افغان كوي