نوے ډيلے 20 جنوري (اے پي پي) په هند كښې ټرافيكي پېښه كښې 13 كسان مړه او 18 ژوبل شوي. د هند چارواكو له مخې دا پېښه د هند د جلپاګيوري ضلعې په دهپګوري ښار كښې د يو بس او ټرك ټكر كېدو په نتيجه كښې رامېنځ ته شوې. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د هند چارواكو وئيلي دي په بس كښې د واده مېلمنو سفر كولو. د پوليس له مخې پېښه د لړې په سبب رامېنځ ته شوې. په مړو كسانو كښې څلور ماشومان او شپږ مېرمنې هم شامل دي. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسولے شوي