واشنګټن 20 جنوري (اے پي پي) د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د اقتدار پرېښودو نه وړاندې په خپله وروستې وېنا كښې وئيلي دي زه په دې وياړم چې په تېرو لسيزو كښې هغه وړومبے صدر يم كوم چې نوي جنګونه نه دي پېل كړي. په يوټيوب پوسټ كړې وېډيو كښې ډونلډ ټرمپ ووئيل مونږ هغه څه كړي د كومو كولو لپاره چې راغلي وو. ده ووئيل دما تر ټولو مشكلو او سختو پرېكړو انتخاب كړے ځكه چې تاسو زه هم دې لپاره ټاكلے ووم. په خپله وروستې وېنا كښې صدر ټرمپ خبردارې وركولو سره ووئيل اوس هېواد ته ورپېښ تر ټولو لوي خطر زمونږ قامي عظمت ته د اعتماد زيان رسېدل دي. په معيشت خبره كولو سره ده ووئيل زما انتظاميې د نړۍ د تاريخ تر ټولو لوي معيشت جوړ كړے. ده ووئيل زما اېجنډا ري پبلكن يا د ډېموكرېټك په اړه نه بلكې د قام بهترې لپاره وه