اسرائيل دې د فلسطين په لويديزه سيمه كښې د يهوديانو د ودانۍ عمل بند كړي او د كورنو د جوړولو پرېكړه دې بېرته واخلي۔ د انتونيوګوټرېشن غوښتنه

ملګري ملتونه 19 جنوري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش په اسرائيل زور رواړے چې اسرائيل دې د فلسطين په لويديزه سيمه كښې د يهوديانو د نوې ودانۍ جوړولو عمل بند كړي او د كورنو د جوړولو پرېكړه دې بېرته واخلي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخئ تېره ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د اسرائيلي آبادكارۍ د منظورۍ پرېكړه د فلسطين كشالې د دوه رياستي حل او په مېنځني ختيز كښې جامع امن په لار كښې لوي خنډ دے ځكه چې د كال 1967 څخه د ختيز يروشلم پشمول په فلسطين سيمو د اسرائيل قبضه او آبادۍ كاري هېڅ قانوني جواز نه لري او دا د نړيوالو قوانين بيخي خلاف ورزي ده۔ د يادونې وړ ده دا مهال په لويديزه غاړه 4 لكه 50 زره اسرائيل آباد دي