د کرونا وائرس وباء نه پس مسجد الحرام ته د راتلونكو كسانو شمېره د 67 لكه نه زياته شوه

مکة المكرمة 19 جنوري(اے پي پي) په سعودي عرب كښې مسجد الحرام او د مسجد نبويۖ انتظاميې وئيلي دي د كرونا وائرس وباء نه پس تر اوسه عمره او مونځ لپاره مسجد الحرام ته د راتلونكو شمېره د 67 لكه نه زياته شوې ۔ د عمرہ زائرينو او مونځ كوٶنكو دا شمېره د 4م اكتوبر كال 2020 څخه تر 26 جنوري كال 2021 ده۔ د مقدسو جوماتونو انتظاميې وئيلي دي د 17 لكه 94 زره نه زيات عمرہ كوونكې راغلي وو او د مونځ كوٶنكو شمېره 50 لكه ته رسېدلې ۔ د کرونا وباء له مخې مونځ او عمره لپاره په راتلونكو دا بنديز دے چې ھغوي د “اعتمرنا” اېپ د لارې مونځ او عمره لپاره اجازت نامه ترلاسه كړي او دا بنديز بهر هېوادونو څخه راتلونكو عمره كوونكو لپاره هم دے