د افغانستان بدخشاں ولايت كښې د امنيتي ځواكونو هوائې بريد٬د كمانډر پشمول 11 عسكريت خوښي مړه شول

كابل 18 جنوری(اے پی پی) د افغانستان په بدخشاں ولايت كښې د امنيتي ځواكونو هوائي بريد كښې د كمانډر پشمول 11 عسكريت خوښي مړه شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې افغان ځواكونو په يو بيان كښې وئېلي دي تېره ورځ د راغستان اولسوالۍ په رنډي خان سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د بريد منصوبه جوړولو كښې په بوختو عسكريت خوښو امنيتي ځواكونو هوائي بريدونه كړي چې په نتيجه كښې يې د كمانډر پشمول 11 عسكريت خوښي مړه او 3 ژوبل شوي۔ بلخوا د يوې چهاپې په مهال د عسكريت خوښو استوګنه ويجاړه كړې شوې۔ بيان كښې وئېلي شوي په هوائي بريد كښې كوم عام وګړے يا د امنيتي ځواك كوم اهلكار ژوبل يا وژلے شوے نه دے