ترکيه، 87 زره 510 ټنه پسته برآمد كړه ، د آمدن حجم 11 کروړ 91 لکھ ډالره دے

انقرہ 18 جنوري(اے پي پي) ترکيه د امريکې، برتانيې او چين پشمول د سلو نه زياتو هېوادونو ته د كال 2020 په مهال په مجموعي توګه 87 زره 510 ټنه پسته برآمد كړې چې د آمدن ححم ئې 11 کروړه 91 لکه ډالره نه زيات دے۔ كومو هېوادونو ته چې پسته برآمد كړې شوې په ھغې كښې امريکا، برتانيه، آسټراليا، مالديپ، چين، روسيه، روانډا، هالېنډ، يوکرين، پرتګال، آئرلېنډ،هند او جاپان شامل دي او د ټولو نه زياته پسته المان ته برامد كړې شوې چې مقدار ئې 2 زره 64 ټنه ٶ كوم چې د كال 2019 په مقابل كښې 63 فيصده زيات دے ٬ دغسې په دوېم لمبر چين او په درېم لمبر اټاليه دے۔