انقره 18 جنوري (اے پي پي) په تركيه كښې د روسيې كارګو جهاز ډوبېدو پېښه كښې 2 كسان مړه شوي . د ترك خبري رسنې ادارې له مخې په بارتن ضلع كښې د روسيې كارګو بېړۍ ډوبه شوې. د بارتن د والي دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي بېړۍ د ساحل څخه په 200 مېټره فاصله د ډوبېدو په مهال ليدلې شوې. په پېښه كښې د عملې دوه كسان مړه شوي او نور 6 كسان بچ كړے شوي. د دولسو كسانو لټون لا هم روان دے. د روسيې دفاع وزارت وئيلي دي مرستې لپاره د پېښې ځاے ته د بحري دفتر لخوا يو جهاز هم لېږلے شوے