ټوكيو 18 جنوري (اے پي پي) ټوكيو كښې د كورونا وائرس نور يو زر 592 كېسونه رپورټ شوي . د جاپان ځائي مېډيا له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټوكيو كښې د كورونا وائرس نور 1592 كېسونه رپورټ شوي. د روغتيا چارواكو له مخې په ټوكيو كښې پرله پسې په پنځمه ورځ هم د كورونا وائرس كېسونه مخ په زياتېدو دي. په ټوكيو كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 85 زره 470 ته رسېدلې ده