لندن 18 جنوري (اے پي پي) برتانيه به د جون په مياشت كښې د جي-7 هېوادونو د مشرانو د غونډې كوربتوب كوي. د برتانيې حكومت لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي د جون په 11مه نېټه به د كاربېس ګلف په غاړه درې ورځنې كانفرنس كېږي. په دې مهمه غونډه كښې به د كورونا په وبا، سيمه ايز صورتحال او په شريك تجارت غور كولې شي