په شمالي سوريه كښې د تركيې 3 عسكر ووژل شول

دمشق 18 جنوري (اے پي پي) د سوريې د ادلب ولايت په شمال كښې د ترك پوځ په يوه اډه د وسله والو په بريد كښې 3 ترك عسكر وژلې شوي. د الميادين ټي وي رپورټ له مخې دا بريد په شمالي لويديځه سوريه كښې بابتو سيمې سره نزدې د تركيې په پوځي اډه شوې. تر اوسه كومې ډلې د بريد ذمه واري پغاړه نه ده اخستې. په سوريه كښې ځينې سيمې په دې وخت كښې د تركيې تر څارنې لاندې دي. د جنګ څارنه كونكي د روسيې مركز په يو بيان كښې وئيلي دي د جبهته النصره ترهګرو د تېرو 6 ساعتو په مهال لاذقيه، حماه، حلب او ادلب ولايتونو كښې بريدونه كړي دي