اډونیشیا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 9 لكه 7 زره 29 نه زياته شوه

جکارته۔17جنوری(اے پی پی)انډونیشیا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نوې11 زره 287 كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كېسونو مجموعي شمېره 9 لکھ 7زره 29 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د انډونيشيا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي په ګرد هېواد كښې تېره ورځ د كورونا وائرس د لاسه د مړو مجموعي شمېره 25 زره987 ته ورسېده۔ بلخوا د دې وائرس نه تر دې دمه ګرد هېواد كښې 7 لکھ 36 زره 460 ځپلي ښه شوې هم دي