تهران۔17جنوری(اے پی پی) د ايران هرمز ګان ښار كښې د 5.5 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د ايران ابلاغ ذريعو له مخې هرمزګان صوبه كې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.5 ریکارډ كړے شو۔ د زلزلې د لاسه خلقو كښې ويره خپره شوه۔ د زلزلې په نتيجه كښې80 كورونو ته زيان هم رسېدلې۔ د چارواكو له مخې د شپې په وخت د راغلې دې زلزلې په مهال منډو ترړو كښې يو تن ژوبل شوے هم دے۔ دغسې ځينو كليو ته د اوبو او برېښنا رسنې نظام ځپلے شوے هم دے۔ بلخوا د زلزلې نه وروستو ځپليو سيمو ته د مرستې سامان رسولو لړۍ پېل كړی شوه ده