منیلا۔17جنوری(اے پی پی) فلپائن كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نوې 1 زره 895 كېسونه رپورټ شول چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 5 لکھ نه زياته شوه۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د فلپائن د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي چې د دې مهلك رنځ د لاسه ګرد هېواد كښې نور 11 كسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو مجموعي شمېره 9 زره 895 ته رسېدلې ده۔ د دې وائرس نه تر دې دمه ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 4 لکھ 65 زره 991 كسان ښه شوي هم دي۔ د چارواكو وېنا ده چې فلپائن كښې تر دې دمه 6.84 ملینه نه د زياتو كسانو ټېسټونه شوي دي۔ فلپائن كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د تېر كال جنورۍ مياشت كښې رامخے ته شوے وو۔