جکارته ۔ 17جنوری(اے پی پی) د انډونيشيا سلاوېسي جزيره كښې د تېرې جمعې په ورځ د راغلې 6.2 شدت زلې د لاسه د مړو شويو كسانو شمېره زياتېدو سره 56 ته ورسېده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د اتوار په ورځ د انډونيشيا د نېشنل ډيزاسټرمېنېجمنټ ايجنسۍ وياند راديتيه جتي ووئيل چې د زلزلې د لاسه 826 كسان ژوبل شوي دي۔ وياند جتي وئيلي د زلزلې د لاسه د ماموجو ښار د برېښنا نظام زيات ځپلے شوے وو كوم چې يو وارې بيا بحال كړے شوے۔ هغه زياته كړه چې زلزله ځپلې كورنۍ محفوظ ځايونو ته رسولې شوي دي۔ د موسميات محكمې او جيو فزكس ايجنسۍ له مخې د زلزلې نه وروسته د آفټر شاكس لړۍ اوس هم روانه ده