په امريكا كښې د كورونا ځپليو شمېره 2 كروړه 38 لكه نه زياته شوه٬ 3 لكه 98 زره كسان مړه شول

واشنګټن 15 جنورى (اے پی پی) په امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شمېره 2 کروړه 38 لکه نه زياته شوې او ګرد هېواد كښې د وائرس له امله تر دې دمه 3 لكه 98 زره كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امريكې ذريعو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شمېره 23848410 او د فعاله رنځورانو 9338297 ته رسېدلې ۔ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو او فعاله كېسونو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ د يادونې وړ ده د دوه كروړه 38 لكھه نه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس وبا تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے چرته چې تر دې دمه 3 لكه 98 زره كسان مړه شوي۔ د كورونا رنځ نه تر دې دمه يو كروړ نه زيات كسان ښه شوې هم دي۔ بلخوا په ټوله نړۍ كښې د كورونا د لاسه تر دې دمه 20 لكه 2 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي په امريكا كښې د كورونا وائرس د وړومبني كېس تشخيص د تېر كال 2020 جنورۍ مياشتې په 22مه نېټه شوے ؤ