رياض 13 جنوري (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزارت د اسرائيل لخوا په مقبوضه لويديزه سيمه كښې د يهوديانو آبادكارۍ لپاره د 800 نوو كورونو جوړولو منظوري غندلې ده ۔ د العربيه ټي وي له مخې په يو بيان كښې د سعودي خارجه وزارت دا اقدام مسترد كولو سره دا د نړيوالو پرېكړو خلاف ورزي ګرځولې ۔ بيان له مخې دا پېشرفت امن او د فلسطين مسئلې د دوه رياستي حل هلو ځلو لپاره خطر دے۔ د سعودي عرب لخوا د غندنې دا بيان د وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو لخوا د تېر ګل په ورځ مقبوضه لويديز اردن كښې د يهوديانو آبادۍ لپاره د 800 كورونو جوړولو د اعلان نه پس رامخې ته شوے۔