د القاعده لارښود عبد الرحمٰن المغربي په اړه معلومات وركوٶنكو لپاره 70 لكه ډالره انعام مقرر كړے شو

واشنګټن 13 جنوري(اے پي پي) امريکې د القاعده لارښود عبد الرحمٰن المغربي په اړه معلومات وركوٶنكو لپاره 70 لكه ډالره انعام مقرر كړے۔ د برتانيې ميډيا له مخې د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو تېره ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي د اېمن الظواهري زوم عبدالرحمان المغربي اوس هم ژوندے دے او د ھغه په لټون كښې مرسته كوٶنكو او په دې لړ كښې معلومات وركوٶنكو له به 70 لكه ډالره انعام وركولے شي۔ د يادونې وړ ده د عبد الرحمٰن المغربي شمېره د القاعده د سر په مشرانو كښې كېږي او ھغه د تنظيم د موجوده مشر ايمن الظواهري زوم دے۔