د اېتهوپيا مليشيا د لاسه 6 سوډاني وګړي مړه او دوه مېرمنې بې دركه شوې

خرطوم 13 جنوري (اے پي پي) د سوډان حكومت وئيلي دي د اېتهوپيا پولې سره نزدې د اېتهوپيا مليشيا د لاسه 6 سوډاني وګړي مړه او دوه مېرمنې بې دركه شوي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سوډان خارجه وزارت په خپل يو بيان كښې وئيلي دي په ختيز سوډان القريشه سيمه كښې د اېتهوپيا ملېشيا ډزې كړې چې په نتيجه كښې ئې پنځه مېرمنې او يو ماشومه مړه شوې او دوه مېرمنې بې دركه شوي. په بيان كښې وئيلي شوي دا ټول سوډاني وګړي وو. مونږ د دې غندنه كوو او نړۍ ته وايو چې د داسې پېښو په سمدستي توګه نوټس واخلي.