نیو یارک كښې يوه وړه الوتكه رانسكوره شوه ٬ پائيلوټ ژوبل

واشنګټن۔13جنوری(اے پی پی) د امریکې په نیو یارک ښار كښې يو انجن لرونكې الوتكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې پائيلوټ ژوبل شوے۔ د نجي نيوز چېنل له مخې د نيويارك په لانګ آئي لېنډ سيمه كښې يوه كوچنۍ الوتكه د الوت په مهال انجن كښې د خرابۍ له امله پرېوتې۔ د پېښې په نتيجه كښې پائيلوټ ژوبل شوے كوم ته چې طبي مرسته وركړې شوې او حالت ئې له خطرې نه بهر ښودلے شي۔