د ځپليو شمېره 31 لكه 64 زره ته ورسېده
لندن۔13جنوری(اے پی پی)برطانیه كښې د وژونكي كورونا وائرس د لاسه د مړو شوو شمېره 83 زره او د ځپليو 31 لکه 64 زره نه زياته شوې ۔ د شورؤ په ورځ د برطانېي ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره پرله پسې زياتېږي۔ دا مهال هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كېسونو شمېره 1673881 ده۔ د هېواد په بېلو ښارونو كښې د دې وائرس د لاسه تر دې دمه 83203 كسان مړه او 3164051 ځپلې شوي۔ برطانیه كښې د تېرو څو اونيو په مهال د كورونا وائرس ځپليو شمېره كښې زياتوالې رامخې ته شوے او له دې كبله حكومت ګرد هېواد كښې نوې لاك ډاؤن عملي كړے