
واشنګټن 12 جنورى (اے پی پی) په امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 2 کروړه 31 لکه 43 زره ته رسېدلې او په ټول هېواد كښې د دې وائرس له امله تر اوسه 3 لكه 85 زره كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې ذريعو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 23143197 او د فعاله ځپليو 9077487 ده۔ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو او فعاله كېسونو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ د يادونې وړ ده د 2 كروړه 31 لكھه نه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس وبا تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے چرته چې تر دې دمه 385249 كسان مړه شوي۔ د كورونا رنځ نه تر دې دمه 13680461 كسان ښه شوي هم دي۔ بلخوا په ټوله نړۍ كښې د كورونا د لاسه تر دې دمه 19 لكه 53 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي په امريكا كښې د كورونا وائرس د وړومبني كېس تشخيص د تېر كال 2020 جنورۍ مياشتې په 22مه نېټه شوے ؤ