په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا د مرګونو شمېره د 19 لكه 53 زرو نه زياته شوه ، د ځپليو شمېره 9 كروړه 13 لكه ته ورسېدله

نيويارك، نوے ډيلے، ريوډي جنېرو 12 جنوري (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا د مرګونو شمېره د 19 لكه 53 زرو نه زياته شوې، د ځپليو شمېره 9 كروړه 13 لكه ته رسېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د تصديق شوو ځپليو شمېره 91322850 ده. د كورونا په وبا تر اوسه په ټوله نړۍ كښې 1953174كسان مړه شوي . په نړۍ كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 24052235ده. د كورونا په وبا تر ټولو زياته امريكا ځپلې شوې چرته چې د ځپليو كسانو شمېره 2 كروړه 31 لكه 43 زره ده. په امريكا كښې په وبا تر اوسه درې لكه 85 زره كسان مړه شوي. په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو كروړ 4 لكه 79 زره ده او تر اوسه پكښې يو لك 51 زره 300 كسان مړه شوي. په برازيل كښې د كورونا په وبا دوه لكه 3 زره 600 كسان مړه شوي او د ځپليو شمېره د 81 لكه 33 زره نه زياته شوې. په برتانيه كښې د كورونا په وبا تر اوسه 82 زره كسان مړه شوي