په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا د مړو كسانو شمېره د 19 لكه 43 زرو نه زياته شوې، د ځپليو شمېره 9 كروړه 6 لكه ته رسېدلې

نيويارك، نوے ډيلے، ريوډي جنېرو 11 جنوري (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا د مړو كسانو شمېره د 19 لكه 43 زرو نه زياته شوې، د ځپليو شمېره 9 كروړه 6 لكه ته رسېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د تصديق شوو ځپليو شمېره 90691625 ده. د كورونا په وبا تر اوسه په ټوله نړۍ كښې 1943131 كسان مړه شوي ۔. په نړۍ كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 23934933 ده. د كورونا په وبا تر ټولو زيات امريكا ځپلے شوے هېواد دے٬ چرته چې د ځپليو كسانو شمېره 2 كروړه 29 لكه 17 زره ده. په امريكا كښې په وبا كښې تر اوسه درې لكه 83 زره كسان مړه شوي. په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو كروړ 4 لكه 67 زره ده او تر اوسه پكښې يو لك 51 زره كسان مړه شوي . په برازيل كښې د كورونا په وبا دوه لكه 3 زره كسان مړه شوي او د ځپليو شمېره د 81 لكه نه زياته شوې. په برتانيه كښې د كورونا په وبا تر اوسه 81431 كسان مړه شوي دي.