
لندن۔11جنوری(اے پی پی) برطانيه كښې د كورونا وائرس ځپليو شېمره 30 لکه 72 زره نه زياته شوې ۔ ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه تر دې دمه په مجموعي توګه 81 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د برطانيې د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 3072349 ته رسېدلې۔ برطانيه كښې د دې رنځ د لاسه تر دې دمه 81431 كسان مړه شوي۔ هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره دا مهال 1583951 ده۔ بلخوا برطانيه كښی د دې وبا د پېل نه د مصدقه كېسونو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ دا خبره د يادونې وړ ده د كورونا وائرس نوې قسمونه برطانيه او سوئيلي افريقا كښې رامخې ته شوې كوم چې ډېر زيات تندۍ سره خپرېږي او له دې كبله دا اندېښې رامخې ته شوي چې وېكسين به د دې مخنيوي كښې تر كومه حده كامياب ثابت شي۔ د دغې صورتحال تر مخه د برطانېي وزيراعظم بورس جانس هېواد كښې لاك ډاؤن اعلان كړے په كوم چې سختۍ سره عمل روان دے۔ برطانيه كښې تر دې دمه 13لكه نه زياتو كسانو ته كورونا نه د بچ كېدو وېكسين لګولے شوي