انقره 09 جنوری (اے پی پی) د تركیې چارواكو وئيلي دي چې كورونا وائرس له امله د مړو او نوې رنځورانو شميره كښې پرله پسې كمې رامخې ته كيږي او تيرو ورځو كښې 11 زره 479 نوې كيسونه رپورټ شوې دي او 186 كسان مړه شوې دي۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د تركيې چارواكو له مخې هېواد كښې كورونا وائرس له امله د مړو او نوې رنځورانو شميره كښې كمې ریكارډ كړې شوي او تيره ورځ نور 186 رنځوران مړه شوې دي دې نه پس د مړو شميره 22 زره 550 ته رسيدلې ده۔ دغسې په دې مهال 8 زره 894 كسانو كورونا له ماتې وركولو سره ښه شوې دي۔