جاپان كښې كورونا وائرس له امله د ورځي په حساب د ځپليو شميره 7 زره 803 ته ورسيده

ټوكیو 09 جنوری (اے پی پی) جاپان كښې كورونا وائرس له امله د ورځي په حساب سره د ځپليو نوې شميره 7 زره 803 ریكارډ شوې ده۔ د جاپان ميډيا له مخې د جاپان چارواكو ووئيل تيرو 24 ساعتونو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي كسانو شميره 7 زره 803 ریكارډ كړې شوي دې نه پس د ځپليو كسانو مجموعی شميره 2 لكهه 75 زره 595 ته رسيدلې ده۔ چارواكو ووئيل دا شميره پرله پسې په څلورمه ورځ هم زياته ريكارډ زياته شميره ده۔ كورونا وائرس له امله تر اوسه 3 زره 976 كسان مړه شوې دي دغسې 2 لكهه 14 زره 396 كسان ښه شوې دي۔