ملائیشیا كښې سېلاب، يو شمېر رياستونو كښې 46 زره كسان بې كوره شول

کوالالمپور۔ 8جنوری(اے پی پی) ملائیشیا كښې د روانو بارانونو نه وروستو د راغلو سېلابونو په نتيجه كښې 46 زره خلق بې كوره شوي او 12زره 487 كسان 426 محفوظو مركزونو ته منتقل كړې شوي۔ د ملائشیا د سركاري خبر رسنې ادارې له مخې د ملائيشيا د سماجي خېر ښېګړې چارواكو ميډيا ته وئيلي دي د جمعې په ماسپخين په ساحلي رياست پھانګ د شوو بارانو د لاسه پھنګ ، تیرینګو ، کېلنټن ، پیراک او جوھر سيمې سختې ځپلې شوي ۔ ریسکیو چارواكو 26 زره 250 كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړي۔ د سركاري شمېرو له مخې په سېلاب ځپليو سيمو كښې 6 كسان مړه شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي د ملائشیا د موسميات محكمې خبردارے وركړے چې د بارانونو دا لړۍ به د روانې مياشتې تر پايې دوام لري۔